د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۰۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل
د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، هغو ۴۰۰ کورنیو ته چې د سېلابونو له امله په بګرام او سالنګ ولسوالیو او د پروان په مرکز کې زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې.
د یادونې ده چې په دې پروسه کې هرې کورنۍ ته یوه بورۍ ۵۰ کیلویي اوړه او یوه بورۍ ۲۵ کیلویي وریجې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست رئیس، د ولایت مقام او د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د استازو په شتون کې ووېشل شوې.
نېټه:۲۳/ ۶/ ۱۴۴۶
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره