د وزارت د دفتر ریاست د ولایتي چارو نوی آمر معرفی او کار یې پیل کړ

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲ - ۱۱:۲۵
تصویر خبر

کابل- د شوال المکرم- ۲۲مه- ۱۴۴۳- د جوزا ۲مه-۱۴۰۱
محترم مولوي محمد حشم شوقي، د محترم الحاج ملا محمد عباس آخند پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر د حکم پر بنسټ، د پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، د دفتر ریاست د ولایتي چارو د نوي آمر په توګه وټاکل شو.
محترم مولوي عبدالخالق عابد د وزارت د دعوت او ارشاد رییس د دندې په چارو کې د یووالي، همغږي او همکاري په یادولو سره وویل: اړتیا ده ترڅو خپلې دندې د اسلام مبین دین د ارشادونو پر بنسټ ترسره کړو. نوموړي همدرانګه د ښاغلي شوقي د ټاکلېدو ته په مبارکي سره هغه ته یې له لوی خدای څخه د کامیابي هیله څرګنده کړه.
ورپسې محترم مولوي عبدالرحمن آخندزاده، د ادارې د دفتر رییس چې ښاغلۍ شوقي یې کارکونکو ته ور پېژانده وویل: دولتي پسټ یو امانت او یو مسوولیت دی نه امتیاز، هغه همدارنګه له خدای ج څخه ورته د بریالیتوب هیله مندي وښودله.

تصویر خبر

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۵۴
Background image

د کندهار ولايت په نيش ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول 

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې، د HALO Trust ماین پاکۍ موسسې د QR-09 ټیم د نيش ولسوالۍ په سرداغ کلي کې ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول خنثی کړل.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۵:۴۴
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

 د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د درمان موسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت د بېلابېلو ولسوالیو او ناحیو اړوند ۱۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۶۵ زيانمنو کورنيو ته نغدي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې 

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ډنمارک د کډوالو شورا (DRC)، د ماشومانو د ساتنې موسسې او دMercy Corpse موسسې په ملاتړ او د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر OCHA. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .