د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یو لوی پل د جوړولو کار پیل کړ

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۱۴:۳۵
news image

د هرات ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د کرخ ولسوالۍ په بادام تو کلي کې د عامو خلکو د تګ راتګ او د ستونزو د هواریدو په موخه د یو لوی پل جوړولو د پروژې د بنسټ ډبره د یو شمېر سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې کېښوده.
دا پروژه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظ الله د حکم پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې له لوري تمویل او پلې کېږي.
د یادونې وړ ده، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د تخنیکي ټیم له لوري یاد پل د سېلابونو له خطر سره مخ پېژندل شوی و، او اوس مهال د یو میلیون (۱,۰۰۰,۰۰۰) افغانیو په ارزښټ په همدې سیمه کې د دی لوی پل د جوړولو کار عملآ پیل شو. 
ورته مهال د سیمې خلکو له دې پروژې څخه خوښي څرګنده کړه او د نظام د بقا او ثبات لپاره یې دعا وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۰۲/۲۰ هـ ق
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۹:۵۳
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سېلاب له امله ۲۴۸ زیانمنو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ARCIO مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د ننګرهار ولایت له پېښو سره مبارزې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۹:۴۸
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲,۱۷۰ بېوزله کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې 

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د (ASIO) مؤسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د سمنګان ولایت له پېښو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۹:۳۹
Background image

خبرداری!

د اعتبار موده: د ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم ۵ څخه تر ۶ پورې (دو شنبه - سه شنبه) 
د هېواد د هوا پېژندنې ریاست او د نړیوالو معتبرو سازمانونو د وړاندوینو له مخې، په پنجشیر, سرپل, بدخشان, لغمان,. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .