د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۰۰ کارګرانو ته د کار په بدل کې خوراکي توکۍ ووېشل
د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت د مرکز زرنج ښار کې "د کار په بدل کې خوراکي توکي" پروګرام په چوکاټ کې د کانالونو او ویالو پاکولو د پروژې کار ترسره کولو په بدل کې ۳۰۰ کارګرانو ته خوراکي توکي ووېشل.
په دې بهیر کې، د مسؤلینو په شتون کې هر کارګر ته یوه بورۍ غنم ووېشل شول.
نېټه:۱۴۴۸/۲/۱۱ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
