د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۲ سېلاب ځپلو کورنیو ته د کورونو د ترمیم لپاره نغدي مرستې ووېشلې

tamim_azimi
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۵:۳۱
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، په کوزکونړ او بهسود ولسوالیو او مرکز جلال آباد ښار کي اړوند ۹۲ کورنیو ته چې د سېلابونو له امله یې کورونه ویجاړ شوي وو د کورونو د ترمیم لپاره یاد شمېر کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د یاد ریاست او موسسې استازو په شتون کې هرې کورنۍ ته د لومړي قسط له ۱۳۷۵۰ نه تر ۲۱۰۰۰ افغانۍ او په مجموعي توګه ۱،۶۳۹،۳۰۰ افغانۍ ووېشل شوې. 
د یادونې وړ ده چې په راتلونکې کې به هم دغه ډول مرستې دوام وکړي.

نېټه:۱۴۴۶/۶/۱
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
 

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۵:۲۱
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۶۷ بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، په یاد ولایت کې د وروستیو جګړو له امله ۳۶۷ بېځایه شویو کورنیو ته په منوره ولسوالۍ کې له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۳
Background image

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۰ بېځایه شویو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د PU-AMI موسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په ډنډ پټان او څمکنی ولسوالیو کې د وروستیو جګړو له امله بېځایه شویو او مرکز ګردیز کې په لنډ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۲:۵۱
Background image

د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۸ سېلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د CRDSA موسسې ترمنځ د هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د غور ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .