د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۱۷ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اسلامي هوساینې موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د رودات ولسوالۍ د کابل کمپ کلي اړوند ۶۱۷ بېوزله کورنیو ته د خوراکي توکو پېرلو لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته ۴,۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال ۳,۰۲۳,۳۰۰ ( ۳ میلیونه ۲۳ زره او ۳۰۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره په پام کې نیول شوي وې.
نېټه:۱۴۴۶/۸/۲۵
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره