د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۷ اجبارې ایستل شویو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

rahyab
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۱:۴۷
تصویر خبر

په اجباري توګه را ایستل شویو ته د مرستو په برخه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله‌تعالی د حکم د تطبیق په موخه او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس د لارښوونې له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ګاونډیو هېوادونو څخه په اجباري توکه رایستل شویو ۱۴۷ کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې هرې کورنۍ ته، یوه د خوراکي توکو بسته چې پکې ۶.۵ لیټره غوړیو، یو کیلو مالګې، ۱۵ کیلو سپینې وریجې، دوه بستې ۴۰۰ ګرامه پاستا، یو کیلو سور دال، ۴۰۰ ګرامه چای، دوې بستې ۴۰۰ ګرامه فول مدامس، درې بستې ۱۷۰ ګرامه د ماهي کنسرو، دوې بستې ۴۰۰ ګرامه نخود، دوې بستې ۴۰۰ ګرامه سره لوبیا، ۴۰۰ ګرامه روب، ۶ کیلو خرما، ۷ کیلو مکروني او ۵۰ کیلو اوړو شتون درلود او دوه بستې ژمنی جامې ووېشل شوې. 

د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د مرستو د ترلاسه کولو له امله خوښي څرګنده کړه او د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه یې قدردانی وکړ او د ورته مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه.  

نېټه: ۱۴۴۷/۸/۱۴ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .