د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ١٨١ بېوزله کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ژغونې نړیوالې کمېټې (IRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې کمېټې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې ١٨١ بېوزله کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، چې د یادو مرستو څلورم پړاو وو، هرې کورنۍ ته ٢,٨٠٠ افغانۍ ورکړل شوې، چې ټولټال ۵۰۶,٨٠٠ (۵۰۶ زره او ۸۰۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
د یادونې وړ ده، چې د یاد شمېر کورنیو لپاره په راتلونکي کې نورې مرستې هم په پلان کې نیول شوې دي.
نېټه: ۱۴۴۶/٧/٢١
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره