د ننګرهار ولایت له پيښو سره دمبارزې آمادګئ ریاست له لوري په سره رود ولسوالۍ کې د بېوزلو کورنیو لپاره د IRC موسسې په مالی مرسته د خوراکي توکو د برابرولو په خاطر نغدي مرسته ترسره شوه.

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۱:۱۳
تصویر خبر

 په دې پروسه کې هرې یوې کورنۍ ته ۲۷۰۰ افغانۍ ورکړل شوې. 
د دې مرستې له ګټو اخیستونکو کورنیو شمېر ۲۶۰ کورنۍ و  چې ۷۰۲۰۰۰ افغانۍ مرسته پرې وویشل شوه
دا مرسته د بېوزلو کورنیو لپاره دویم قسط و او د راتلونکو مرستو پلان هم شته   ددې پروسې همغږي او څارنه د ننګرهار له  پیښو سره دمبارزې آمادګۍ ریاست له خوا ترسره شوه
د دې مرستې موخه د هغو کورنیو ملاتړ دی چې د اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ له امله د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري. 
دا مرسته به د خوراکي توکو برابرولو په برخه کې د هغوی ستونزې راکمې کړي.

 نیټه: ۱۴۴۶/۵/۱۰ هــ ق  
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۳:۲۱
Background image

د کندهار ولایت په لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول 

 د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې، د HALO Trust ماین پاکۍ موسسې د STORM-MDU-01 تخنیکي ټیم د یاد ولایت د لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ په سه توتک کلي کې د روسانو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۳:۶
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۸ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په شتل ولسوالۍ او مرکز کې ۹۸ مستحقو کورنیو او د عام المنفعه پروژو کارګرانو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۱۱
Background image

د کندهار ولايت په لوړ ميوند ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول 

 د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې، د HALO Trust ماین پاکۍ موسسې د MDU-RMC-02 ټیم د کندهار ولايت لوړ ميوند ولسوالۍ د آسوده کلي په سیمه کې د روسانو د وخت. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .