د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۰ مستحقو کورنیو ته د ژمنیو البسو مرستې ووېشلې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۹:۲۰
news imageeeeeeeeeeeeeeeeeeeeeeeeee

د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یونیسف مؤسسې سره په همغږۍ د دې ولایت په مرکز میدان ښار،جلریز، نرخ، چک، سیدآباد، جغتو او دایمیرداد ولسوالیو کې د هوا د یخوالي له امله ۱۲۰ د یتیمانو او بې سرپرسته کورنیو ته له سروې وروسته  ژمنې البسې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۱ عدد د یونیسف مؤسسې ژمنې البسه چې دیرش ۳۰ قلمه بېلابېل ژمنیو توکو شتون درلود ووېشل شو.
د یادونې وړ ده، چې د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست محترم رئیس زیانمنو شویو کورنیو ته د هر ډول مرستو د کولو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې موږ په دې هڅه کې یو چې د یتیمانو او بې سرپرسته کورنیو لاسنیوی وکړو. 

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .