د میدان وردګو ولایت له پیښوسره د مبارزې آمادګۍ ریاست له لوری په مرکز میدان ښار بازار کي د اورلګیدنی په اړه عامه پوهاوۍ ورکړل سو

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۹:۳۹
News image

د میدان وردګو ولایت اړوند مرکز میدان ښار بازار کې له پیښو سره د مبارزی آمادګی ریاست له لوري د آورلګیدنې عامه پوهاوی تر سره شو  لکه څرنګه چې د نوموړی ولایت اړوند مرکز میدان ښار بازار کې د آورلګیدنې امکانات زیات شتون لري په دی اساس له پیښو سره د مبارزی آمادګی ریاست رئیس محترم مولوی فیض الله جلالی د همدی ریاست د خطرونو د کموالی مدیریت ته دنده سپارلی ده چې د عامه پوهاوی په اړه منظم پلان ترتیب او یاد کمپاین په نوموړی بازار کې پیل کړي۰

 چې په دی کمپاین کې کلینکونه، دولتی او خصوصي بانکونه، تیلو پمپونه، سوپر مارکیتو، د نجاری، قصابی، د خوراکي او غیری خوراکي موادو  دوکانونه شامل دي چي د منظم پلان له مخې عامه پوهاوی ورکړل شو۰ 
۰همدارنګه د خطرونو د کموالی مدیریت لخوا د عامه پوهاوی په اړه اړینې سپاریښتنې ترتیب شوی وی چې د بازار په مختلف ساحو کې نصب شولي

نیټه: ۱۴۴۶/۴/۱۸ هــ ق 
له پیښو سره د مبارزی آمادګی ملي اداره
 

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۲۲:۲
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د ۱۴ کاري کمېټو څخه راپور واخیستی

نن ورځ سې شنبه، ماذدیګر له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي د یوې مهمې غونډې پر مهال د ۱۴ کاري کمېټو د استازو او کارکونکو څخه د نن ورځي راپور واخیستی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۲۰:۱۶
Background image

په افغانستان کې د چین هېواد د سفارت او سوداګرو لخوا د کونړ ولایت له زلزله ځپلو سره شوې نغدې مرستې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ته د یو رسنیز کنفرانس په ترڅ کې وسپارل شوې

نن مازدیګر د سې شنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رییس، محترم الحاج مولوي محمد علم عالمیار په افغانستان کې د چین هېواد له شارژدافیر ښاغلي باؤ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۵:۲۸
Background image

د کنړ ولایت په وروستیو کې د زلزلې له امله د اوښتو زیانونو وروستي معلومات

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ابتدایي معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ۱۴۱۱ کسان شهیدان سوې، ۳۱۲۴ نور ټپیان شوي او د تخريب شويو کورونو شمير تر ۵۴۱۲ پورې رسيږي.

 

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .