د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳۲ اجباري راستنې شويو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشلې

rahyab
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۴:۲۵
news image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ، د ۲۳۲ اجباري راستنې شويو کورنیو ته د قرغیو ولسوالۍ د سرخکان په کمپ کې غیر خوراکي مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته یو بسته د ژمني لباس او درې تخته کمپلې ورکړل شوې. سربېره پر دې، د ۸ مستحقو کورنیو لپاره په جلا ډول یوه یوه خیمه هم ځانګړې شوې وه.

مرستې ترلاسه کوونکو کورنیو د یادو مرستو هرکلی وکړ او وې ویل چې دغه مرسته د دوی د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مهمه ونډه لري او له مرستندویه نهادونو او ادارو یې د دوامدارې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ټینګار کوي چې د مرستو او خدمتونو د برابرولو هڅې د همکارو مؤسسو په ګډون به دوام ولري.

نېټه: ۱۴۴۷/۸/۲۶ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۵:۴
Background image

د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مرکز ترینکوټ کي د سېلابي لارو د پاکولو چارې پیل کړې

 له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، الحاج ملا نورالدین ترابي د هدايت پر اساس، د یاد ولایت په مرکز ترینکوت کې د سېلابونو د مخنیوي، د سیلابي مسیرونو د پاک کارۍ چاري په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۴:۲۵
Background image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۳۲ اجباري راستنې شويو کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ، د ۲۳۲ اجباري راستنې شويو کورنیو ته د قرغیو ولسوالۍ د سرخکان په کمپ کې غیر خوراکي مرستې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۰:۴۸
Background image

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۶۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او په آسیا کې د نړۍ ټولنیزو خدمتونو (CWSA) موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .