د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د سېلاب له امله ویجاړ شوي پل د بیا رغونې کار پیل کړ

rahyab
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۲:۱۶
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې د آمادګۍ ریاست، د الینګار ولسوالۍ د منګو کلي د سېلاب له امله ویجاړ شوي پل د بیا رغونې لپاره ۱۰۰,۰۰۰ افغانۍ ځانګړې کړې دي.
یاده مرسته د دې ریاست سرپرست انجنیر عبیدالله الکوزي له لوري د پل د بیا رغونې کمېټې ته وسپارل شوه.
یاد پل چې د موسمي سېلابونو له امله په بشپړ ډول ویجاړ شوی و، د خلکو په ملاتړ د بیا رغونې چارې یې پیل شوې دي، خو د امکاناتو د نشتوالي له امله یې کارونه په ټکنۍ توګه پر مخ روان دي.
د سیمې خلکو له دې مرستې خوښي څرګنده کړې او له دولتي ادارو او داخلي او نړیوالو سازمانونو څخه یې د پل بیارغونې او استنادي والونو د جوړولو غوښتنه وکړه.'

نیټه: ۱۴۴۶/۵/۲۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۳:۲۱
Background image

د کندهار ولایت په لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول 

 د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې، د HALO Trust ماین پاکۍ موسسې د STORM-MDU-01 تخنیکي ټیم د یاد ولایت د لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ په سه توتک کلي کې د روسانو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۳:۶
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۸ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په شتل ولسوالۍ او مرکز کې ۹۸ مستحقو کورنیو او د عام المنفعه پروژو کارګرانو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۱۱
Background image

د کندهار ولايت په لوړ ميوند ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول 

 د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې، د HALO Trust ماین پاکۍ موسسې د MDU-RMC-02 ټیم د کندهار ولايت لوړ ميوند ولسوالۍ د آسوده کلي په سیمه کې د روسانو د وخت. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .