د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د استنادي دېوال جوړولو له پروژې څارنه وکړه

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۷:۱
news image

د لغمان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دولت شاه ولسوالۍ په خاص دولت شاه کلي کې د استنادي دېوال جوړولو د پروژې له کارونو څخه د یاد ریاست سرپرست انجینر عبیدالله الکوزي په مشرۍ څارنه وکړه. دغه دېوال، چې له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې په مالي لګښت جوړېږي، ۲۴۲ متره اوږدوالی لري. د دې دیوال د ځمکې لاندې برخه دوه متره او د ځمکې پورتنۍ برخه دوه نیم متره ده، چې پلنوالی یې د ځمکې لاندې دوه نیم متره او په پورته برخه کې له دوو مترو تر ۶۰ سانتي پورې رسېږي.
د پروژې مالي لګښت شاوخوا ۳،۳۹۴،۴۶۰ افغانۍ دی، او د فواد ارمین ساختماني شرکت یې چارې ترسره کوي. همدارنګه د یاد ریاست مسؤلینو د پروژې د کار له پرمختګ څخه ډاډ څرګند کړ او ویې وېل چې په نږدې راتلونکې کې به دا پروژه بشپړه شي. 

نېټه: ۱۴۴۶/۵/۱۸
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .