د فراه ولایت د شپږمې ناحیې د کانال د استنادي دیوال د پروژې چارې چې له ۹۹۷ زره افغانیو څخه ډېر ارزښت لري پیل شو

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۲۲:۱۴
news image

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د لارښوونې سره سم، د طبیعي پېښو له امله د رامینځته کېدونکو خطرونو د کمولو لپاره، په هر ولایت کې د وقایوي پروژو د پلي کولو لپاره یو ملیون افغانۍ ځانګړې شوې دي. په دې برخه کې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره د لومړنیو سروې ګانو له ترسره کولو وروسته د هېواد په کچه وړ او بیړني پروژې پلي کوي.
د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت د شپږمې ناحیې (هوایی ډګر سیمې) په کانال کې د ۱۱۸ مترو په اوږدوالي او ټولټال ۹۹۷،۵۳۷.۲۵ افغانیو په ارزښت د استنادي دیوال جوړول پیل کړل.
د دې پروژې د پرانیستنې مراسم، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس؛ محترم الحاج مولوي محمد اسراییل سیار، د اطلاعاتو او کلتور رییس؛ محترم مولوي عبدالحی سباوون، د ولایت د مقام ویاند؛ حافظ مولوي عبدالمالک اسامه، او یو شمیر مخورو او سیمه ییزو اوسېدونکو په شتون کې ترسره شول او د دې پروژې ډبره کېښودل شوه.
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رییس؛ محترم الحاج مولوي محمد اسراییل سیار، د پروژې په اړه د هر اړخیزو معلوماتو د ورکولو پرمهال وویل چې د فراه ولایت شپږمه ناحیه، په ځانګړي ډول د احمد آباد کلی، هر کال د باراني موسم په جریان کې د سېلابونو له جدي ګواښ سره مخ کيږي. هغه زیاته کړه چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به له ۶۰۰ څخه ډیرې کورنۍ د سېلابونو له خطر څخه خوندي شي.
ورپسې، د اطلاعاتو او کلتور رییس، محترم مولوي عبدالحی سباوون دا پروژه د ځایي خلکو د ژوند او ملکیت د ساتنې لپاره یو مهم او حیاتي ګام وباله او له اوسېدونکو یې وغوښتل، چې د پروژې د پلي کولو په پروسه کې له اړوندو مسؤلینو سره بشپړه همکاري وکړي.
په پای کې، د فراه ولایت د مقام ویاند؛ حافظ مولوي عبدالمالک اسامه، د خبرو په لړۍ کې وویل چې د استنادي دیوال جوړول د زیان منونکو سیمو د خوندیتوب د ډاډمنولو لپاره یو اغېزمن اقدام دی او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د هڅو ستاینه یې وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې لګښت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لخوا تمویل کېږي او د ساختماني او سړک جوړونې شرکت "شمس افغان ژوند" لخوا پلي کیږي.

نیټه: ۱۴۴۷/١/٢٦هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۰:۳۵
Background image

د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳,۵۲۸ مستحقو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ASIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۰:۱۵
Background image

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په ارګو ولسوالۍ کې د خوړ پاکولو کار پیل کړ

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین په لارښوونه، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د ارګو ولسوالۍ په کزر کلي کې د ۲۹۹. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له رئیس سره وکتل

نن ورځ د سه‌شنبه سهار، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) له رئیس، سټیفن. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .