د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې ۲۵۰ کیلویي بمب کشف او خنثی کړل شو

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۴:۴۸
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د ماین پاکۍ د همغږۍ او انسجام ریاست، د اومر ماین پاکۍ موسسې د بېړنۍ ځواب وینې ټیم د بېړنیو پېښو (0708606060) د شمېرې له لارې د ترلاسه شوې اړیکې پر بنسټ د ماین پاکۍ د عملیاتو لپاره د فاریاب ولایت المار ولسوالۍ ته ولېږدوه.
د دې عملیاتو په پایله کې د یاد ټیم لخوا یو ۲۵۰ کیلویي بمب چې د سیمې د اوسېدونکو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی و، د یاد ټیم لخوا کشف، په خوندي توګه انتقال او له منځه یووړل شو.
سربېره پر دې یې، د سیمې اوسېدونکو ته د ماینونو او ناچاوده توکو د ګواښونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام هم ترسره کړ ترڅو په راتلونکي کې د ماینونو او ناچاوده توکو له امله د احتمالي پېښو مخنیوی وشي.

نېټه: ۱۴۴۷/۲/۱۶ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۲:۳۵
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۲۰ مستحقو کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېټې د پریکړې او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ د یاد ولایت له پېښو سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۲:۱۷
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۶۵ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته په جوند ولسوالۍ کې خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د افغان ځوانانو خدماتي موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بادغیس ولایت له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۲:۸
Background image

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مرکز قلعه نو او آب کمري ولسوالۍ کې د درې لویو وقایوي پروژو د پلي کولو کار پیل کړ

د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) سره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مقام د همغږۍ پر بنسټ، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد سازمان په ملاتړ، د یاد ولایت په. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .