د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵,۶۷۱ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د هنګرې دفتر تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د دې ولایت په مرکز کې ۵۶۷۱ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته د دوه یم پړاو نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره شپاړس میلیونه او څلور لکه او پنځه څلوېښت زره او نه سوه (۱۶،۴۴۵،۹۰۰) افغانۍ نغدي پیسې ځانګړې شوې وې.
په پای کې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو له اړوندو مسؤلینو څخه مننه وکړه او په راتلونکي کې د ورته مرستو د دوام غوښتونکي شول.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/۱۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
