د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٢٩٥ کورنیو ته نغدي او ژمنۍ مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د DAARTT موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، یادې موسسې د فاریاب ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، ٢٩٥ کورنیو ته د یاد ولایت په پلچراغ ولسوالۍ کې له سروې وروسته نغدي او ژمنۍ مرستې ووېشلې.
دغه لړۍ چې د مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه، هرې کورنۍ ته ٢٠,٢٠٠ افغانۍ پیسې او ٥ تختې کمپلې ووېشل شوې.
نېټه: ١٤٤٦/٧/١٥
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره