د غزني ولایت په ولي محمد شهید ولسوالۍ کې د کاریزونو د پاکولو چارې پیل شوې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د محترم مقام د لارښوونې پر بنسټ، د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ولي محمد شهید ولسوالۍ د عليآباد کلي د یوه کاریز د پاکولو چارې پیل کړې.
یاد کاریز د وروستیو سختو ورښتونو او سېلابونو له امله له شګو او جغلو ډک شوی و او د اوبو د جریان لاره یې بنده شوې وه، چې له امله یې د سیمې اوسېدونکي د څښاک اوبو د برابرولو او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ شوي وو.
دا پروژه د سیمې د اوسېدونکو د غوښتنې او د موظف پلاوي له ارزونې وروسته، د «خوړو په بدل کې کار» پروګرام له لارې د ۱۰ کارګرو په ګډون پیل شوه. د دې پروګرام له مخې، هر کارګر ته هره ورځ ۷ کیلو غنم ورکول کېږي.
د دغې پروژې موخه د اوبو د جریان د لارې بېرته پرانیستل، د خلکو د څښاک اوبو ته د لاسرسي ښه کول او په سیمه کې د کرنیزو فعالیتونو ملاتړ دی.
نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
