د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۵ زیانمنو کورنیو ته نغدي او غیر نغدي مرستې ووېشلې

rahyab
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۲۱:۲۱
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او DRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د غزني ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د بشردوستۍ مرستو دفتر په مالي ملاتړ، د یاد ولایت د مرکز اړوند سبمو کې د وروستیو بارانو نو او سېلابونو له امله ١٤٥ زیانمنو کورنیو ته نغدي او غیر نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې، هرې کورنۍ ته یو روغتیایي کېټ او ٤٤ کورنیو ته سربېره پر روغتیایي کېټ د هغوی د زیانمنېدو د ډول په پام کې نیولو سره د ١,٢٠٠ نه تر ٢٥,٠٠٠ افغانۍ ووېشلې چې ټولټال دوی ته ٦٦٥,٦٠٠ افغانۍ ځانګړې شوې وې. 
د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د یادو مرستو د ترلاسه کولو له امله د یاد ریاست او موسسې څخه د قدردانۍ ترڅنګ ددې ډول نورو مرستو د دوام غوښتنه هم وکړه. 

نېټه: ١٤٤٦/٧/٢١
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۵:۲۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس د افغان اېډ مؤسیسې د راغلي لوړ پوړي پلاوي سره وکتل

نن ورځ پنج شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې لوی رئیس الحاج ملا نورالدین ترابي د لندن د افغان اېډ دفتر د امنا هیئت رئیس ښاغلې کریستوفر ویلیام (کیندر)، په لندن کې د افغان اېډ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۵:۱۵
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) ترمنځ په هېواد کې له خطر سره مخ په سیمو کې د وقایوي پروژو د پلې کولو په موخه تخنیکي غونډه ترسره شوه

نن غرمه د پنجشنبې په ورځ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان ترمنځ په هېواد کې له خطر سره مخ په سیمو کې د وقایوي پروژو د پلې کولو په موخه تخنیکي غونډه ترسره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۴:۱۹
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د عدالت او مدني ټولنې د پیاوړتیا (JCSSO) مؤسسې ترمنځ د څلور سوه نه اتیازره او درې سوه او دوه دېرش (۴۸۹,۳۳۲) ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

نن ورځ پنج شنبه له غرمې مخکې، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملې ادارې لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د عدالت او مدني ټولنې د پیاوړتیا مؤسسې د پروګرامونو له مسؤل، محترم عباس. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .