د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۲۶۷ زیانمنو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ASIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د سمنګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ چې د پروژې تمویلوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله ۱۲۶۷ زیانمنو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې.
د دې پروژې په جریان کې هرې کورنۍ ته ۲,۹۰۰ افغانۍ او ټولټال د یاد شمېر کورنیو لپاره درې میلیونه او شپږ سوه څلور اویا زره او درې سوه افغانۍ (۳,۶۷۴,۳۰۰) افغانۍ نغدې پیسې ووېشل شوې.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۲۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
