د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۵۰ تنه کاریګرو ته د کار په بدل کې نغدې پیسې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د اکشن اېډ موسسې تر منځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې ۲۵۰ تنه کاریګرو ته د کار په بدل کې نغدې پیسې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هر کاریګر ته د ۶,۶۴۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال ۱,۶۶۰,۰۰۰ افغانۍ نغدې پیسې د هغوی لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۷/۰۴/۲۷ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره