د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۷۲۴ کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ماهو موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په سوزمه قلعه ولسوالۍ کې ۱,۷۲۴ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲,۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال ۴,۹۹۹,۶۰۰ (څلور میلیون او نه سوه نه نوي زره او شپږ سوه) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه:۱۴۴۷/۴/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره