د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۰ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې
د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په مرکز قلات ښار کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله ۱۵۰ زیانمنو کورنیو ته تر سروې او ارزونې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۲ بورۍ ۵۰ کیلویي غنم، ۱ صندوق او ۱ څراغ ووېشل شول.
د یادونې وړ ده، چې د زابل ولایت په ولسواليو کې د زیانمنو خلکو سروې بشپړه شوې ده او په نږدې راتلونکې کې به په یادو ولسوالیو کې زیانمنو کورنیو ته هم ورته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشل شي.
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
