د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په مرکز قلات کې د سېلابي لارو د پاکولو کار پیل کړ

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۹:۱۷
222

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د زابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د مرکز قلات په صاحب خان کلي کې د سېلابي لارو د پاکولو کار پیل کړ.
  
په دې پروژه کې به د ۳۲۰ متره په اوږدوالي او ۵ متره پلنوالي سېلابي لارې له خټو او شګو څخه پاکې شي، چې موخه یې د سېلابونو له خطرونو څخه د هستوګنیزو کورونو، کرنیزو ځمکو او د عامه ګټو تاسیساتو لپاره د خوندیتوب رامنځته کول دي.

د دې پروژې په عملي کېدو سره به د یادې سیمې ۶۰ کورونه، ۱ جومات او همدارنګه سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې او  باغونه د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شي.

د سیمې اوسېدونکو د هغوی د ځان او مال د خوندیتوب لپاره د سېلابي لارو پاکول یو مهم ګام وباله او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست څخه مننه او قدرداني وکړه.

نېټه: ۱۴۴۷/۱۲/۰۴ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .