د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۹۱ کسانو ته د کار په بدل کې نغدي پیسې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د لوږې سره د مبارزې موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې, د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ, د یاد ولایت په مرکز نیلي کې ۴۹۱ کسانو ته د کار په بدل کې نغدي پیسې ووېشلې.
په دې لړۍ کې, د طبیعي پېښو د خطرونو کمولو په برخو کې د یاد شمېر کسانو د فعالیتونو له بشپړېدو وروسته هر کس ته ۸,۵۰۰ افغانۍ ووېشل شوې, چې ټولټال ۴,۱۷۳,۵۰۰ افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کسانو لپاره په پام کې نیول شوي وې.
نیټه: ۱۴۴۶/۰۹/۲۰
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره