د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٣٠ زیانمنو شویو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې 

tamim_azimi
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۷ - ۲۲:۵
news image

 د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د کلیو د بیا رغونې او پراختیا ریاست سره په همغږۍ، د یاد ولایت ٣٠ د ورستیو سېلابونو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته، له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې. 
 په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هر کورنۍ ته ٢ بورۍ ٢٥ کیلویي وریجې، ١ باب خېمه، ٢ تختې کمپلې، ٢ تختې ترپالونه، ١ عدد سطل، ١ عدد روغتیایي سېټ، ١ عدد د لومړنو مرستو کيټ، ١ فشار آله، ١ ترمامتر او د پخلنځي وسایل ووېشل شول.

نېټه: ۱۴۴۶/١٠/١٧ هــ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۴۵
Background image

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۰۰ داخلي بېځایه شویو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د کونړ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د وروستیو جګړو له امله ۷۰۰ داخلي بېځایه شوو کورنیو ته تر سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې.

. . .
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۴
Background image

د بغلان ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې یو کړۍ د وسایطو ضد ماین کشف او خنثی شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د ماین پاکی د انسجام او همغږی ریاست له لوري، د 0708606060 بیړنۍ شمیری سره د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ د قشلاق تپه ۲ چاه جنګان کلي د خلکو د اړیکې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۹
Background image

د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول 

د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د DRC ماین پاکۍ موسسې د پنځم چټک غبرګون ټیم د یاد ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په کوهک کلي کې ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول خنثی. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .