د ترکمنستان هیواد لخوا له ۹۳۰ ټنه څخه زیات خوراکي او غیر خوراکي توکي مرسته له پیښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې ته وسپارل سوه

tamim_azimi
جمعه ۱۴۰۳/۶/۲۳ - ۱۰:۱۷
تصویر خبر

د ترکمنستان هیواد لخوا تیره ورځ له ۹۳۰ ټنه څخه زیات خوراکي او غیر خوراکي موادو، نفت او سمنټو مرسته د تورغونډۍ بندر له لارې د هرات ولایت سیمه‌ییزو مسؤلینو ته وسپارله.
دا مرسته دهرات ولایت له پیښو سره دمبارزې دآمادګۍ رئیس مولوي محمد موسی "اشعري" او د هغه ولایت استازي له ترکمنستاني مسؤلینو څخه ترلاسه کړه چې په دغه مرسته کې لاندې توکي شامل وه:
۱۹۸ ټنه غنم، ۱۵ ټنه بې‌الکولي مشروبات او مېوې اوبه، ۲۰۰۰ قوطۍ د ماشومانو خواړه، ۵۰۰۰ کیلو د خوږو او بسکوټ محصولات، ۱۹۵ ټنه کیمیاوي کود، ۱۷۴ ټنه ډیزلي تېل، ۱۶۸ ټنه پټرولي تېل او ۱۸۳ ټنه سمنټ.
نیټه: ۱۴۴۶/۳/۹ هــ ق
*له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره*
 

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .