د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ۴ زیانمنو کورنیو سره غیر خوراکي مرستې وکړې
د تخار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په ورسج ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله ۴ کورنیو ته له سروې وروسته غیرخوراکي مرستې ووېشلې.
په دې پروسه کې هرې کورنۍ ته ۳ تختې کمپلې، د پخلنځي توکي، د اووه کسانو لپاره ژمنۍ البسه، یو تخته ترپال او د روغتیایي کېټ ترڅنګ هرې کورنۍ ته یو باب خیمه هم ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۶/۵/۱۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره