د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۶۱ زیانمنو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

tamim_azimi
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۹:۳۸
123

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د OHW موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په شولګره ولسوالۍ کې ۵۶۱ زیانمنو او مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، له یاد شمېر کورنیو څخه ۲۹۸ کورنیو هرې یوې ته ۱۱,۲۹۴ افغانۍ، ۲۶۳ کورنیو هرې یوې ته ۱۳,۲۸۷ افغانۍ او همدارنګه له یادې جملې څخه ۳۴۸ کورنیو هرې یوې ته یو روغتیایي کېټ ووېشل شو. چې د نغدو مرستو اندازه ټولټال شپږ میلیونه او اته سوه شپېته زره او درې نوي (۶,۸۶۰,۰۹۳) افغانۍ کېږي. 

نېټه:۱۴۴۷/۷/۱۱ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۲۶
Background image

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۵۱ زیانمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې 

د نیمروز ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲۵۱ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۴:۵۵
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۷۲ زیانمنو کورنیو ته غیرخوراکي مرستې ووېشلې

 د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM په مالي ملاتړ، د دې  ولایت د ده سبز ولسوالۍ په شهرک محمدیه، خواجه چاشت او  ترکو کليو کې د وروستیو اورښتونو له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۰
Background image

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۷ بېځایه شویو کورنیو ته نغدي او خوراکي مرستې ووېشلې

د پکتیا ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د AWCPO موسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ، د دې ولایت په جاني خېل، ډنډ پټان او څمکنۍ ولسوالیو کې د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .