د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲۲۸ زلزله ځپلو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۲:۵۹
تصویر خبر

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او SFL موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت په شولګره ولسوالۍ کې د وروستۍ زلزلې له امله ۲۲۸ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۵,۸۰۰ افغانۍ او شیدې خوره ماشومانو او امیندوارو مېرمنو لرونکو کورنیو ته ۱.۵ کیلو پلمپي او ۳ کیلو سوپر سریال ووېشل شول او د وېشل شویو نغدو مرستو اندازه ټولټال یو میلیون او درې سوه دوه ویشت زره او څلور سوه (۱,۳۲۲,۴۰۰) افغانۍ کېږي.  

نېټه:۱۴۴۷/۷/۷ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۴:۳۸
Background image

د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د خوړ د پاکولو کار پیل شو

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د محترم مقام د لارښوونې او د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې کمېټې د پرېکړې پر بنسټ، د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۴:۵
Background image

د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۶۲ اجباري اېستل شویو راستنېدونکو کورنیو ته خوراکي ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي د لارښوونې پر بنسټ، د دایکندي ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۶۲ راستنېدونکو کورنیو ته چې له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د ډنمارک د کډوالو شورا (DRC) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د فراه ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په ملاتړ، د دې. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .