د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱,۶۳۵ زیانمنو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د SFL موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي همکارۍ چې د پروژې تمویلوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د دې ولایت په کشنده ولسوالۍ کې د وچکالۍ له امله ۱۶۳۵ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې ۲,۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال څلور میلیونه او اووه سوه یو څلوېښت زره او پنځه سوه (۴,۷۴۱,۵۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۳/۲۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
