د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ٢٣٦ کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي مرستې ووېشلې

د بلخ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت له ولایت مقام او د کلیو د پراختیا او بیا رغونې ریاست سره په همغږۍ، د دې ولایت د مزارشریف ښار په بېلابېلو ناحیو کې ٢٣٦ مستحقو او اړمنو کورنیو ته له سروې وروسته د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې ٢٣٦ کورنیو ته د مسؤلینو په شتون کې، ٢٦٠ بورۍ ٥٠ کیلویي غنم، ٢٢٧ کارتنه آش مګي، ٢٢٦ کارتنه بیسکویټ او ١١٣٥ کیلو مالګه ووېشل شوه.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۴/۱۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره