د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۵۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ASIO موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، چې د پروژې تمویل کوونکی یې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) دی، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت په دهنه غوري ولسوالۍ کې ۵۰۰ مستحقو کورنیو ته تر سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲,۹۰۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال یو میلیون او څلور لکه او پنځوس زره (۱,۴۵۰,۰۰۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
د مرستو ترلاسه کوونکو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او ASIO موسسې څخه د مرستو پر وخت د وېش په پار مننه او قدرداني وکړه.
نېټه:۱۴۴۷/۱۱/۳۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره
