د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۳۱۵ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د هستوګنې لپاره د آغاخان موسسې (AKAH) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بغلان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په نهرین ولسوالۍ کې ۳۱۵ سېلاب ځپلو او بېوزله کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې د لومړي قسط، ۴,۳۵۰ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال یو میلیون او درې سوه اویا زره او دوه سوه پنځوس (۱,۳۷۰,۲۵۰) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
نېټه: ۱۴۴۷/۰۲/۲۰ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره