د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۴۹۱ زیانمنونکو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د IRC موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک پربنسټ، یادې موسسې د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست سره په همغږۍ، په سیغان ولسوالۍ کې ۴۹۱ زیانمنونکو کورنیو ته له سروې وروسته نغدي مرستې ووېشلې.
د مرستو د درېیم او څلورم قسط په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته ۵,۶۰۰ افغانۍ ووېشل شوې چې ټولټال ۲,۷۴۹,۶۰۰ (۲ میلیونه، ۷۴۹ زره او ۶۰۰) افغانۍ د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
د یادونې ده چې دا مرستې به د یاد شمېر کورنیو لپاره تر راتلونکو څلورو نورو میاشتو هم دوام ومومي.
نېټه: ۱۴۴۶/٧/٢١
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره