د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۲,۷۰۰ مستحقو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او په آسیا کې د نړۍ ټولنیزو خدمتونو (CWSA) موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت د مرکز او یکه ولنګ نمبر ۱ ولسوالۍ اړوند ۲,۷۰۰ مستحقو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته د مسؤلینو په شتون کې، ۲,۵۳۳ افغانۍ ووېشل شوې، چې ټولټال شپږ میلیونه او اته سوه او نه دېرش زره او سل (۶,۸۳۹,۱۰۰) افغانۍ نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوي وې.
نېټه:۱۴۴۷/۸/۲۸ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
