د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ۱۰۷۷ زیانمنو کورنیو سره نغدي مرستې وکړې

rahyab
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۰:۹
news  image

د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د CRS مؤسسې په مالي ملاتړ او د یادې مؤسسې او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ، د بامیان په مرکز او یکاولنګ ولسوالۍ کې ۱۰۷۷ مستحقو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشلې.
دغه مرستې د افغان ټولنو د انعطاف د پیاوړتیا لپاره، د طبیعي سرچینو د ښه مدیریت او د اوبو د حوضو د بیا رغونې د پروژې په چوکاټ کې ورکړل شوې دي، چې هرې کورنۍ ته د غړو د شمېر له مخې مرسته ورکړل شوه. د کورنۍ هر غړي ته ۱,۲۴۲ افغانۍ (معادل ۱۷.۶۳ ډالر) ورکړل شوې.
په ټوله کې، ۸ میلیونه او ۶۱۶ زره او ۵۱۹ افغانۍ ۶۸۹۳ کسانو ته ووېشل شوې، او هرې کورنۍ د خپلو غړو د شمېر په تناسب بېلابېل مقدار مرسته ترلاسه کړه.

نیټه: ۱۴۴۶/۵/۲۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۳:۲۱
Background image

د کندهار ولایت په لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول 

 د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې، د HALO Trust ماین پاکۍ موسسې د STORM-MDU-01 تخنیکي ټیم د یاد ولایت د لوړ شاوليکوټ ولسوالۍ په سه توتک کلي کې د روسانو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۳:۶
Background image

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۹۸ کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي مرستې ووېشلې

د پنجشیر ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د یاد ولایت په شتل ولسوالۍ او مرکز کې ۹۸ مستحقو کورنیو او د عام المنفعه پروژو کارګرانو ته له سروې وروسته خوراکي او غیرخوراکي مرستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۲:۱۱
Background image

د کندهار ولايت په لوړ ميوند ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول 

 د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د همغږۍ له مخې، د HALO Trust ماین پاکۍ موسسې د MDU-RMC-02 ټیم د کندهار ولايت لوړ ميوند ولسوالۍ د آسوده کلي په سیمه کې د روسانو د وخت. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .