د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۸۷۵ وچکالۍ ځپلو کورنیو ته نغدې مرستې ووېشلې

rahyab
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۱:۵۳
news image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د رازي پراختیایي او ټولنیزې موسسې (RSDO) ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په مالي ملاتړ، د دې ولایت په قادس او مقر ولسوالیو او مرکز قلعه نو کې د وچکالۍ له امله ۸۷۵ زیانمنو کورنیو ته له سروې وروسته نغدې مرستې ووېشلې.
په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، له یادې جملې ۳۰۰ کورنیو هرې یوې ته ۱۳,۲۵۴ افغانۍ، ۳۷۵ کورنیو هرې یوې ته د دویم پړاو ۵,۳۰۳ افغانۍ او ۲۰۰ نورو کورنیو هرې یوې ته ۵,۳۰۴ افغانۍ نغدې پیسې ووېشل شوې، چې ټولټال اووه میلیونه او پنځه ویشت زره او شپږ سوه پنځه ویشت (۷,۰۲۵,۶۲۵) نغدې پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې. 

نېټه: ۱۴۴۷/۵/۲۹ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

په پروان ولایت کې ۳۳ قلمه ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول له منځه یوړل شول

د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د ډافا ماین‌پاکۍ مؤسسې نهمې شمېرې ټیم د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په ازباشې اولیا کلي کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۱۰
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه ترسره شوه

د وزیرانو شورا د ۱۶/۵/۱۴۴۳نېټې د (۱۵) ګڼې مصوبې د ۱ مادې پر بنسټ، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې اوونیزه اداري غونډه د دې ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې ۱۳۶۷۶ متره مربع سیمه له ماینونو او ناچاوده توکو څخه پاکه او خوندي شوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DRC مؤسسې ترمنځ د هوکړه لیک پر بنسټ او د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ او همکارۍ د DRC مؤسسې په مالي او تخنیکي همکارۍ، د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .