د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۵۶ سېبلاب ځپلو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې. 

rahyab
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۴:۱۹
تصویر

د بادغیس ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په مرکز او دره بوم، مقر او آب کمري ولسوالیو کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۵۶ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته خوراکي مرستې ووېشلې. 

په دې لړۍ کې د مسؤلینو په شتون کې، هرې کورنۍ ته دوه بورۍ ۵۰ کیلویي غنم او ۹۷ کورنیو هرې یوې ته یادو مرستو سربېره یو کیلو تورې چای ووېشل شو. 

د یادونې وړ ده، چې د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو د مرستو ترلاسه کولو له امله خوښي څرګنده کړه او د یاد ریاست له مسؤلینو څخه یې مننه وکړه. 

نېټه: ۱۴۴۷/۱۱/‍۱۵ هـ ق

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ اداره

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۲:۱
Background image

د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۴۰ کورنیو ته خوراکي مرستې ووېشلې

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یاد ولایت په درایم ولسوالۍ کې د وچکالۍ له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۱:۵۹
Background image

په سرپل ولایت کې د څښاک د اوبو د څلورو شبکو څېړنه او ارزونه وشوه

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د ماشومانو د ملاتړ دفتر ترمنځ د همکارۍ د هوکړه‌لیک پر بنسټ، د سرپل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې مؤسسې په مالي همکارۍ، په دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۱:۵۶
Background image

د کابل په ده‌سبز ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو سروې بشپړه شوه

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د وروستیو سختو ورښتونو له امله د ده‌سبز ولسوالۍ په ناوه کلي کې د راوتلي سېلاب په پایله کې د زیانمنو شویو سیمو سروې او ارزونه وکړه.

د. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۵:۱۷
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .