د اورلګېدو د مخنیوي لپاره د دايمي تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه ترسره شوه

rahyab
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۶:۱۴
news image

نن سهار د سې شنبې ورځ، د اور لګېدو د مخنیوي لپاره د دايمي تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست د محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ، د کورنیو چارو وزارت، ښار جوړونې او هستوګنې وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت، د کابل ښاروالۍ، د تېلو او ګازو ادارې، د افغان ملي بیمې ادارې، د افغانستان بانک، او د کابل مرکزي اطفایې رئیس په ګډون ترسره شوه، دا غونډه په تجارتي، هستوګنیزو او پمپ سټېشنونو کې د اور لګېدو د مخنیوي پلان په هکله جوړه شوې وه.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه او په دې غونډه کې په لاندې ډول پرېکړې وشوې:
سر له سبا، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې سرپرست محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په مشرۍ به د کابل ښار ټول پمپ سټېشنونه او د سوداګرۍ مرکزونه د ټاکلې کمېټې له لوري ارزول او څارل کېږي، او هغه چا چې احتیاطي تدابیر یې په پام کې نه وي نیولي او په دې برخه کې یې سرغړونه کړې وي د ریاست الوزرا اقتصادی معاونیت ته به معرفی کیږی تر څو چی د سرغړونکو مرکزونه مهرلاک شي. دا ځکه چی په مرکز او ولایتونو کی د اړونده ادارو لخوا د پرلپسې توصیوو سره سره بیا هم اکثره وګړي اوامرو ته اتناع نکوي چی په پایله کی په هیواد کې پرلپسې د اورلګیدو پیښې رامنځته کیږي.
غونډه په دعا کولو سره پای ته ورسېده.

نیټه: ۱۴۴۶/۵/۳
له پیښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۲:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ۱۲ زیانمنو کورنیو سره خوراکي مرستې وکړې

د ننګرهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د RRDPO موسسې او له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې ترمنځ د هوکړه لیک له مخې, د طبیعي پېښو له امله ۱۲ زیانمنو کورنیو ته له سروې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۲:۴۴
Background image

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د ۲۰۶ کورنیو لپاره د خوراکي او غیرخوراکي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه

د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، په شکردره ولسوالۍ کې د ۲۰۶ زیانمنو او اړمنو کورنیو لپاره د خوراکي او غیرخوراکي مرستو د وېش لړۍ پیل کړه.
په دې پروګرام کې چې د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۲:۳۶
Background image

له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې او د CRS موسسې ترمنځ د ګډو همکاریو تفاهم نامه لاسلیک شوه

نن ورځ  پنج شنبه، له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رییس او سرپرست الحاج مولوي محمد علم عالميار د کاتوليک خيريه موسسې (CRS) د کابل څانګې له رئیس احمد فريد. . .

نوي اعلانونهآخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۳۱
Background image

رسنیز بلنلیک 

په روسیه فدراتیف هېواد کې مېشت د افغان سوداګریزې ټولنه په پام کې لري چې په افغانستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله زیانمنو سره د مرستې په موخه ۳۳ ټنه خوراکي مرستې نن ورځ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۱۱:۴۲
Background image

اړینه- خبرتیا

لکه څرنګه چې زموږ هېوادوال پوهېږي، په تېرو څو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختې یخنۍ ترڅنګ د واورې او بارانونو د ورېدو شاهدان و، او د ملکي هوايي چلند ادارې د هوا پېژندنې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۱:۱۱
Background image

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د تېرې شپې د طبیعي پېښو سېلاب او زلزلې په اړه پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت اعلامیه

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په افغانستان کې د پېښو چارو ته د رسېدو او د مدیریت په برخه کې د مسوول بنسټ په توګه، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سېلاب او زلزلې پېښېدل . . .