د ارزګان ولايت په دهراود ولسوالۍ کې یو عدد چاودېدونکی توکی کشف او خنثی شو
د ارزګان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د DAFA ماین پاکۍ موسسې د تخنیکي ټيم په ملاتړ، د دې ولایت د دهراود ولسوالۍ په بازګیر د سر وي سیمه کې له تېرو جګړو څخه پاتې شوی یو عدد چاودېدونکی توکی کشف او په خوندي توګه له منځه یوړو.
د یاد ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له سیمه ییزو اوسېدونکو څخه وغوښتل، چې د هر ډول مشکوک او چاودېدونکي توکي د لیدلو په صورت کې دې له اړندو مسؤلینو سره اړیکه ونیسي، چې ترڅو یې د له منځه وړلو لپاره اړین اقدامات ترسره شي.
نېټه: ۱۴۴۷/۶/۲۵ هـ ق
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره
