خبردای!

د اعتبار موده: د ۱۴۰۳ کال د سلواغې له ۳۰ مې څخه د کب تر ۱ نېټې پورې:
د هېواد د ملکي هوايي چلند د هوا پېژندنې ریاست د وړاندوینې له مخې، په کاپیسا، پنجشېر، پروان، بامیان، دایکندي، پکتیا، پکتیکا، لوګر، میدان وردګ، غزني، کندهار، زابل، ارزګان، هلمند، هرات، فراه، غور، بادغیس، بلخ، سمنګان، سرپل، فاریاب، بغلان، تخار، بدخشان، ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې د سالنګونو په شمول د نسبتاً د شدیدو بارانونو او واورې ورېدو ترڅنګ د ناڅاپي سېلابونو احتمال هم شتون لري.
په یادو ولایتونو کې د باران اندازه د ( ۵ څخه تر ۳۰ ) مليمتره او د واورې اندازه د (۵ څخه تر ۲۵ ) مليمترو پورې اټکل شوې ده.
له همدې امله دې د یادو ولایتونو اوسېدونکي له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېټو له خوا د وړاندې شویو لارښوونو سره سم اړین تدابیر ونیسي او عمل دې پرې وکړي.
نېټه: ۱۴۴۶/۸/۱۹
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره