د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې ناچاوده توکي کشف او خنثی شول
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د هیلو ټرسټ د ماین پاکۍ مؤسسې د (IED/IM-MDU-07) ټیم د یاد ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په پیتاوي کلي کې او د DRC مؤسسې د (AIM-01) ټیم د همدې ولسوالۍ په شاتوري کلي کې ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول خنثی کړل.
یادو ټیمونو د ماین پاکۍ د عملیاتو په ترڅ کې یو IED په لاس جوړ سوی بوشکه ماین او یوه کړۍ IED ماین کشف کشف او په خوندي توګه لمنځه یووړل.
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوي چې د هر ډول چاودېدونکو او یا شکمنو توکو د لیدلو په صورت کې دې له لمس کولو او نږدې کېدو څخه ډډه وکړي او ژر تر ژره دې اړوندو امنیتي او مسؤلو ادارو ته خبر ورکړي، ترڅو د خلکو د ځان او مال د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات ترسره شي.
