د بامیان ولایت په مرکز کې د اوبو کانال د پاکولو پروژه بشپړه شوه
د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دغه ولایت د مرکز اړوند د فولادي درې د دوآب زرسنګ کلي د اوبو کانال د پاکولو او بیارغونې پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله.
یاده پروژه له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي، د لارښوونې پر بنسټ، د «کار په بدل کې غنم» پروګرام په چوکاټ کې د سېلابونو د خطر د کمولو، د اوبو د جریان د ښه کولو او د سیمې د اوسېدونکو د ملاتړ په موخه پلې شوه.
د دې پروژې په ترڅ کې د اوبو ۴ کیلومتره کانال پاک او بیا ورغول شو، چې له امله یې ۲۸۰ کورنیو ته د کرنیزو اوبو د غوره استفادې زمینه برابره شوه. همدارنګه ۳۵ تنه د سیمې اوسېدونکو د پروژې په پلي کولو کې برخه واخیسته او د کار تر بشپړېدو وروسته هر یوه ته دوه بورۍ غنم ووېشل شول.
د بامیان ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست تخنیکي پلاوي د پروژې له سیمې څخه تخنیکي لیدنه وکړه او د پروژې د پلي کېدو کیفیت او د پېښو د خطرونو په کمولو او د اوبو لګولو د وضعیت په ښه والي کې یې اغېزې وارزولې.
