د کندهار ولایت په مرکز کې ٢٣ قلمه بېلابېل ناچاوده توکي کشف او خنثی شول
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په همغږۍ، د DRC مؤسسې د (DDG-QRT-05) چټک غبرګون ټیم د سیمې د خلکو د غوښتنې پر بنسټ، د کندهار ولایت مرکز ٧اوومه ناحیه کې د ناچاوده توکو د پلټنې او پاکولو عملیات ترسره کړل.
یاد ټیم د عملیاتو په ترڅ کې ٢٣ قلمه بېلابېلو ډوله ناچاوده توکي کشف او په خوندي ډول یې له منځه یووړل، چې په دې سره د ملکي وګړو د احتمالي مرګژوبلې او زیانونو مخه ونیول شوه.
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست له ټولو هېوادوالو غوښتنه کوي چې د هر ډول ناچاوده، چاودېدونکو او یا مشکوکو توکو د لیدلو په صورت کې دې له لمس کولو او نږدې کېدو څخه ډډه وکړي او ژر تر ژره دې د ۰۷۰۸۶۰۶۰۶۰ شمېرې یا اړوندو امنیتي او مسؤلو ادارو ته خبر ورکړي، ترڅو لازم اقدامات ترسره شي.
