د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست ۱۳۴ د کورونو د ترمیم لپاره نغدي مرستې ووېشلې
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې او د DHSA موسسې ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې، د هلمند ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست د یادې موسسې په همکارۍ، د دې ولایت مارجه، نهرسراج او سنګین ولسوالیو اړوند ۱۳۴ کورنیو ته چې کورونه د قدرتي پېښو له امله زیانمن شوي وو، د کورونو د ترمیم او سرپناه جوړولو لپاره نغدي مرستې ووېشلې.
په دې بهیر کې د مسؤلینو په شتون کې، ۹۷ کورنیو هرې یوې ته د کور د ترمیم لپاره ۱۸٫۰۱۵ افغانۍ او ۳۷ کورنیو هرې یوې ته د سرپناه جوړولو لپاره ۶۵٫۶۲۰ افغانۍ نغدي پیسې ووېشل شوې، چې په ټولیز ډول څلور میلیونه او یو لک او پنځه اویا زره او درې سوه او پنځه نوي (۴٫۱۷۵٫۳۹۵) افغانۍ نغدي پیسې د یاد شمېر کورنیو لپاره ځانګړې شوې وې.
د مرستو ترلاسه کوونکو کورنیو له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست او DHSA موسسې د هغوی ستونزو ته د پاملرنې او د مرستو پر وخت د وېش په پار مننه او قدرداني وکړه.
