د کندهار ولایت په ارغستان ولسوالۍ کې د ۲۰۰ متره اوږد سړک د جوړولو کار پیل شو
د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د وقایوي پروژو او د پېښو د خطر د کمولو پروګرام په چوکاټ کې، د یاد ولایت د ارغستان ولسوالۍ د چغنیان درې په سیمه کې د ۲۰۰ متره په اوږدوالي د سړک جوړولو عملي کار پیل کړ.
د دې پروژې موخه د سیمې اوسېدونکو لپاره د خوندي او اسانه تګ راتګ زمینه برابرول، د ترانسپورتي ستونزو کمول او مخابراتي او مواصلاتي لارو ته د خلکو لاسرسی ښه کول دي.
د دغې پروژې د پلي کولو لپاره له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې له بودجې څخه یو لک او درې پنځوس زره او شپږ سوه (۱۵۳٫۶۰۰) افغانۍ ځانګړې شوې دي، او د سیمې اوسېدونکو هم د ټولنیزې همکارۍ په چوکاټ کې ۴۰٫۰۰۰ افغانۍ ونډه اخیستې ده. د یاد سړک د جوړولو کار به په ۶۴ کاري ساعتونو کې بشپړ شي.
د دغې پروژې په بشپړېدو سره به د کندهار او زابل ولایتونو ترمنځ د خلکو تګ راتګ آسانه او خوندي شي، د سیمې ټولنیزې اړیکې به پیاوړې شي، سوداګریز فعالیتونه به پراخ او د سیمې اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ته به زمینه برابره شي، ځکه دا سړک د دواړو ولایتونو ترمنځ له مهمو مواصلاتي لارو څخه ګڼل کېږي.
