د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په پغمان ولسوالۍ کې د ۲.۳ کیلو متره سرک د جوړولو او بیارغونې له کار څخه څارنه وکړه
له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ادارې د لوی رئیس، محترم الحاج ملا نورالدین ترابي په لارښوونه، د کابل ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ رئیس، محترم الحاج مولوي نجیب الله انوري او ورسره مل تخنیکي او مسلکي پلاوي د دې ولسوالۍ په دره پغمان کې د ۲.۳ کیلو متره په اوږوالي او ۷ متره پلنوالي د سړک جوړولو او بیارغونې له کار څخه چې څه موده وړاندې پیل شوی و، څارنه وکړه.
دا سړک چې د تېرو سېلابونو له امله زیانمن شوی و، د جوړولو او بیارغونې کار یې له پېښو د مبارزې آمادګۍ ادارې په مالي لګښت د دوه عرادې اسکواټورونو او دوه عرادې ډمټرک موټرو په وسیله ترسره کېږي او تر دامهاله یي کارونه ۷۰ سلنه بشپړ شوي دي.
د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د دوو کلیو سړک چې سلګونه کسان د خپلو کورونو، کلینیک، ښوونځي، ولسوالۍ، کرنیزو ځمکو او ورځنیو کارونو لپاره ترې ګټه اخلي د تګ راتګ لپاره چمتو او خلکو ستونزې به ورسره حل شي.
