د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست په نرخ ولسوالۍ کې د سره پل د بیارغونې له چارو څخه څارنه وکړه
د میدان وردګ ولایت له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست، د دې ولایت د نرخ ولسوالۍ اړوند د سره پل د بیارغونې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه وکړه.
یاد پل چې څه موده وړاندې یې د بیارغونې چارې رسماً پیل شوې وې، اوس یې د کار پرمختګ د مسؤلینو له لوري وڅارل شو، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې چارې د ټاکل شوي پلان، تخنیکي معیارونو او وخت له مخې پر مخ روانې دي.
د څارنې پر مهال له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ریاست مسؤلینو د پروژې د کیفیت، پرمختګ او د کار د لا ښه ترسره کېدو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د پل د بیارغونې چارې باید په ټاکلي وخت او د لازم کیفیت په رعایت سره بشپړې شي، ترڅو د سیمې اوسېدونکي ټرانسپورټي اسانتیاوو ته په خوندي او دوامداره ډول لاسرسی ومومي.
